IQNA

 څوک چې اشرافی ژوند لري یا د تسلیمیدا ډنډورې وهي نو انقلاب ته پابند نشي پاتیکیدئ

18:08 - February 17, 2022
د خبر لمبر: 3485428
تهران (ایکنا)- حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ای له موخو څخه  داسلامی انقلاب د لیرې والی په باب له انقلاب سره د زړه لګونکو مدعیانو ځينی څرګندونې صادقانه ونه بللې او وې فرمائيل ؛هغه کسان چې اشرافي ژوند او روده لري  یا د استکبار او امریکاپه مقابل کې د تسلیمیدا ډنډورې وهي  او له انقلاب سره اړونده او پانبده نشي کیدلی ،ځکه چې دانقلاب شعار په ابله پښو او محرومو څخه ملاتړ او له استکبار سره مقابله  ده او ددغه شان کسانو داسې خبرې د منلو وړ نه دي .

ایکنا خبری آژانسد رهبرۍ د سایټ له قوله راپور راکړ،د اسلامی نقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمي سید علی خامنه اي  د ۱۳۵۶لمریز کال د سلواغې په ۲۹نیټه د تبریز د ولس د تاریخي پاڅون د کلیزې په درشل کې نن د آذربایئجان ولایت  له ولس سره په ویډیوئي کنفر انس کې  د سلواغې د نهه ویشتمې نیټې حرکت د ولس د  لوي میداني حرکت د دوام زمینه جوړونکی او په نهایت کې د اسلامی انقلاب بریالیتوب وباله او په تیرو څلورو لسیزو کې ئې د اسلامی انقلاب په دوام  او همداراز د هیواد  په نننیو او سبانیو اړتیاؤ  کې  اغیز شیندونکو عواملو په بللو سره ، سږکال د سلواغې په دوویشتمې نیټې  په یوم الله میلیوني لاریون کې د ولس خودجوشه او لويپ  اقدام ته په اشارې سره  وفرمائيل ؛ سږکال د سلواغې د دوویشتمې یوم الله دستورې واقعا حیرانونکي او ستایونکی وې ، ځکه  له کرنائي بحران او اقتصادي مشکلاتو او د پرَدَیو له ډيرو زیارسندوئي پروپيګنډو سره سره ، د تیر کال په نسبت سږکال د هیواد په مختلفو ښارونو او سیمو کې د ولس پراخ شتون  په اوڅاره توګه زیات شوی دی .

د اسلامی  انقلاب په دغې کتنې کې د ۱۳۵۶لمریز کال د سلواغې ۲۲،د تبریز یوه ځلانده ورځ وبلله او په دې په ټينګار سره ئې چې په دغې ورځې د تبریز د ولس  حرکت او نوښت ، د څلويښتۍ دنمانځنې د بڼې رامینځةکیدا او د ملت د مبارزې د  دوام او د ا سلامی انقلاب د بریالیتوب  سبب شو  ووئيل ؛ دغه انقلاب  په سیاسی لوبو ، ګوندیو  او ټوپک سره بریالی شوی نه دی ، بلکې د  اسلامی انقلاب د بریالیتوب اصلي  عامل په ډګر د  ولس شتون ؤ او د تبریز خلک په خپل نوښت سره ددغه حرکت د دوام بنسټګر  شول .

 حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي  د اسلامی انقلاب  د حرکت او رامینځةکیدا موضوع د ارواښاد امام  یو اساسی  اصول وبله او روښانه ئې کړه ،ارواښاد امام د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ،خپل درست همت ، د انقلاب دحرکت پر دوام متوجه کړ  او  دهغه یو څرګند مثال په سپيحلي دفاع کې د هغه بزرګوار تدبیر ؤ چې دوي  په ملت باندې په تپل شوي جنګ څخه  دملی اقتدار او نړیوال اعتبار لپاره یوه وسیله جوړه کړه .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د د ارواښاد امام  دسیرت په اساس د اسلامی انقلاب رامینځةکیدا و انقلابي حرکت، د هیواد د نن او سبا لپاره یوه ترټولو مهمه مقوله وبلله او ورپسې ئې د ا سلامی انقلاب د دوام اثبات او مفهوم هم بیان کړ .

دوي  په دې خبرې په ټينګار سره چې د انقلاب رامینځةکیدا او د موخو، آئيډیاؤ په نظر کې  نیولل  او دغو موخو ته د رسیدا لپاره د لنډ مهاله او اوږدمهاله ضرورتونو تامینیدا ده ، ووئيل ، د اسلامی انقلاب په موخو کې ، حقیقي او هراړخیز معنوي او مادي پرمختګ ، د اجتماعي عدالت تحقق، دهیواد اقتدار ، د اسلامی ټولنې جوړیدا او په نهایت کې د  ماډرن اسلامی او لوي تمدن جوړول  شامل دي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د هیواد  د اوسنیو اړتیاؤ ترڅنګ، راتلونکو  اړتیاؤ ته توجه  هم ډیره مهمه وبلله او ټينګار ئې وکړ ، که اوس د هیواد یعني د ځوانانو د پرمختګ لپاره د متفکرانو څيړاندو او پوهانو د تربیّت کولو ، دعلمی غورځنګ د پیاوړتیا او د اولادونو او نسلونو دزیاتولو  او د لازمو  عنصرونو د تامینولو  په څير د راتلونکي  اساسی اړتیاؤ په فکر کې نه شو ، نو په راتلونکو شلو کلونو کې به  له مشکل سره مخامخ شو . حضرت آیت الله  العظمی سید علی خامنه اي  سوله ایزه ایټمي  انرژي د راتلونکي یوه اساسی اړتیا وبلله او وې وئيل ؛د ایران پر ایتمي موضوع ددښمن د جبهې  د تکیې او توجه علت  او د مونږ له سوله ایزې استفادې څځه له خبریدا سره سره د دوي  ظالمانه بندیزونه او تر ایټمي وسلو د ایران د لانزدیکیدا په څيرد چټي او له ملنډو د ډکو خبرو علت او وجه  ،د ایران د راتلونکي د اړتیاؤ د ختمولولپاره د هیواد د علمی پرمختګ مخنیوی دی .  دوي همدارازد هغه مثال په بیانولو  کې چې ورڅخه غفلت او لټي ، ، په ورپسې کلونو کې د مشکلاتو د رامینځةکیدا لامل شوي ، د جامعې نړیوالې ایټمي موضوع ته اشاره وکړه او وې فرمائيل ؛  په څلور نیم او پنځه نویم لمریز کلونو کې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په موضوع د  ما اعتراض شک دا ؤ چې باید په دغې نړیوالې ایټمي موافقې کې ځیني ټکي رعایت شوي وائ ، څو ورپسې مشکلات نه رامینځة کیدائ  او دوي ته مو په کرتو او تکرارولو سره  ووئيل، خو په هغو کې ځینو ټکو ته توجه ونه شوه او  وروپسې مشکلات چې درست ئې ګوري ، رامینځةشول ،نو په دې اساس راتلونکي ته توجه او کتل مهم دي .  دوي  همدارازپه تیرو څلورو لسیزو کې ترسره شوي زیات فعالیتونه ډير ګټه ور او د اسلامی انقلاب د رامینځةکیدا سبب وبلل او وې وئيل ،پکار نه ده چې کرکتونکي مشکلاتو له امله  د لویو پرمختګونو په لاره کې ګردونه جوړ کړي .

دوي همداراز ټينګار وکړ، ملی رسانئ د تولید  دبرخې په منعکس کولو کې ستره دنده لري  چې البته  هماغه شان چې پکار ده  او ممکنه ده ورباندې عمل نه وي شوی ، دغه کار باید وشي .  په تیرو ۴۳کلونو کې د اسلامي انقلاب له دوام سره   په مختلفو برخو او څانګو کې درستو فعالانو ډیره مرسته کړې ده ، البته ځیني لټۍ ،کم کارئ  او ناسم نیّتونه   هم شته  ؤ چې  که نه وائ ،نو دهیواد وضع به لاښه وه .

داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز درست خلک په تیره بیا ځوانان  دعا ، توّسل  اود نیمه رجب له برکتونو څخه استفادې ته وبلل او وې فرمائيل ؛ له خداي سره ارتباط ، ژوند ،هیواد او د انقلاب راتلونکي ته برکتونه اونعمتونه ډالۍ کوي .

داسلامی انقلاب د ستر لارښود له وینا مخکې په آذرباییجان شرقي  آذربائيجان کې د ولی فقیه استازي او د تبریز د جمعې امام حجةالاسلام آل هاشم  هم په دغه ولایت کې دانقلابي او کلتوري پروګرامونو  او فعالیتونو په باب  او دغه راز دتولید پشمول د هیواد اساسی مسئلو له حل سره د مرستو په باب یو راپور وړاندې کړ او وې وئيل ، نن سبا آذربائيجان ولایت  له یوزړتوب لري او  د انقلابی   او ولولناک ایراني غیرت ، ملی پیوستون  او دکلمې د اتحاد بیلګه دی .

https://iqna.ir/fa/news/4036984/%DA

captcha